د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۶۰۰ جریبه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
عبدالحمید جهادیار زیاتوي، د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د غصب شویو ځمکو څېړنه روانه ده.
په همدې حال کې د کابل په ختیځ کې د یوه ښارګوټي خاوند د خپل ښارګوټي له څېړنې هرکلی کوي او وايي، له دغه کمېسیون سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون څخه غواړي، چې غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبینو بېرته واخلي.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په نیمايي کې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس جوړ شو، چې موخه يې د ځمکو د غصب مخنیوی او بېرته دولت ته راګرځول دي.