د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د فرامينو او احکامو د څارنې او تعقيب لوی رياست عمومي رئيس محترم مولوي شمس الدين شريعتي او د مسلکي او تخنيکي کارکوونکو په ګډون ترسره او د تشکيل جوړښت، د کارونو څرنګوالي، مالي پلان، د امتيازي معاشونو سهيمې او د يادې ادارې د NTA او بالمقطع په اړه، د تشکيلاتو او مالي تخنيکي کمېټو نظرياتو ته په پام هر اړخيز بحث وکړ او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.