دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د سټنډرډ ملي اداره: په وروستي یوه کال کې ۷۷۵ سټنډرډونه او ۶ ملي کوډونه، تدوین شوي دي

ادارۀ ملی ستندرد: در یک سال اخیر، ۷۷۵ ستندرد و ۶ کود ملی تدوین شده است
0
SHARES
15
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو، نن چهارشنبه (۲۳ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. 

د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د انجنیرۍ، ښاري پراختیا، ودانیزو، سړکونو او پلونو برخه کې د افغاني کلتور په پام کې نیولو او د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له معیارونو سره سم، ۷۷۵ سټنډرډونه او ۶ ملي کوډونه چمتو شوي او په بېلابېلو برخو کې د ۵۸ سټنډرډونو پر تدوین هم کار روان دی.

ښاغلي تمیم زیاته کړه، د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د سټنډرډ د نړیوالو سازمانونو لکه (IEC)، (ILAC)، (SMIIC)، (SARSO) او (ISO) غړیتوب لري او د سټنډرډ د نړیوالو سازمانونو په ناستو کې فعاله حضور لري.

د چارواکو په خبره، افغانستان ته د معیاري ګازو واردولو په اړه، له ترکمنستان سره همغږي شوې او د تخنیکي همکاریو جلبولو په موخه له دغه هېواد سره تفاهم لیک هم لاسلیک شوی او له ډیپلوماټیکو لارو د دوه نورو تفاهم لیکونو مسودې هم د ایران او ترکیې هېوادونو ته استول شوي دي.

دغه راز چارواکي زیاتوي، په وروستي یوه کال کې له پمپ سټېشنونو، د پلور له مرکزونو او د نفتي توکو له زېرمو او تصفیه خونو څخه په دوامداره توګه څارنه شوې؛ د بې کیفیته نفتي توکو زېرمې او د تېلو سلګونه ټانکونه تړل شوي دي.

دغه راز، د حیرتانو، اسلام کلا، تورغونډۍ، کندهار، نیمروز، فراه، آقینې، جلال آباد او شیرخان په بندرونو کې د څه باندې زر ټانکره بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوی، د تېلو، اوبلن ګاز او روغنیاتو د ۱۲۳۱ نمونو تاییدي او د نفتي زېرمو مالکینو او سوداګرو ته اړینې سپارښتنې، په وروستي کال کې د دغې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.

چارواکي وایي، په هېواد کې د اوسپنې ویلولو، ګول سیخونو او اوسپنیزو الاتو له فابریکو او دغه راز په کابل، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې د ګول سیخونو او ودانیزو توکو له ۲۸۴ پلورنځیو او ۳۱ مرکزونو څخه څارنه شوې، د اړینو سپارښتنو تر څنګ د ۳۲۴۱۵ محمولو او د ۷۵ نمونو ګول سیخونو کیفیت تثبیت شوی دی.  

د چارواکو په وینا، په وروستي یوه کال کې د امارتي ادارو د غوښتنې له مخې، د ۱۳۴۰ مختلف النوعه وسایلو او وسایطو د مصرف کچه تثبیت شوې ده.

د سټنډرډ ملي ادارې چارواکي له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې هېواد ته د توکو واردولو او تولید برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د معلوماتو پر بنسټ، محصولاتو ته د ارزښت ورکولو او د کیفیت تصدیق پاڼو ورکول، د ملي سټنډرډونو تدوین او تطبیق، د سټنډرډ نړیوالو سازمانونو ناسته کې ګډون، له ایران، ترکیې، سعودي عربستان، اوزبیکستان او پاکستان هېوادونو سره د تفاهم لیکونو تدوین او وروستي کول، د ډبرو سکرو د لابراتوار فعالول، د هېواد په بندرونو کې د لابراتوارونو تجهیزول، د میترولوژي لابراتوار د فعالیت پیلول، د کورنیو محصولاتو لپاره د نندارتونونو تر سره کول او د ظرفیتونو لوړول، په روان کال کې د دغې ادارې له مهمو برنامو څخه دي.

Previous Post

د اوسپنې پټلۍ اداره: په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې څه باندې ۴.۶ میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي چې د تېر کال پرتله، ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي

Next Post

د ځمکنیو توتانو حاصلات ۳۳۷ متریک ټنو ته رسېدلي

Next Post
Afghan Farmers Harvest 337 MT of Strawberries in Past Year

د ځمکنیو توتانو حاصلات ۳۳۷ متریک ټنو ته رسېدلي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.