چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کور او ښار جوړولو وزارت: په هېواد کې د ملي مسکن سروې پیلېږي

وزارت شهرسازی و مسکن: سروی ملی مسکن در کشور آغاز می شود
0
SHARES
47
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو، نن سه شنبه (۲۹ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ. 

د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست، شېخ حمدالله نعماني وویل: په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي، چې د ټاکل شوي هدف (۴۷ میلیون افغانۍ) پرتله، ۸۷.۶۶ سلنه، زیاتوالی ښیي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست په وینا، د اسلامي امارت کابینې د پرېکړې پر بنسټ او د چارو د ښه انسجام په منظور، د پلازمېنې زون اداره، له کور او ښار جوړولو وزارت سره مدغم شوې، د ځمکو چارو معینیت د وزارت له بدنې جلا او د کرنې وزارت ته انتقال شوی، دغه راز د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې متخصصین او مسلکي کادرونه جذب شوي دي.

ښاغلی نعماني وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د حکم پر بنسټ، د تخار ولایت د خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کډوالو ته، ۱۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې هرې کورنۍ ته به د کور جوړولو په موخه، ۷ بسوې ځمکه ووېشل شي.

د وزارت مسوولین زیاتوي، په خوشحال خان ساحه کې د قطریانو پروژې د تطبیق چارې له ۳۰ سلنه او د دارالامان ساحې د نیله باغ پروژې چارې له ۲۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري، همداراز د کابل ده سبز ولسوالۍ پیروزي ښارګوټي کې د ۱۰ جریبه ځمکې په مساحت کې د یوه دارالایتام د جوړولو چارې هم پیل شوي دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ۹ ولایتونو کې له مخکې جوړو قطعاتو نه د مسکوني واحدونو جوړولو او په کابل، ننگرهار، کندهار، بلخ، هرات او فراه ولایتونو کې د نظامي ښارګوټو تخنیکي، اقتصادي او اجتماعي مطالعه بشپړه شوې، دغه راز د ۸۱ امارتي ادارو د ودانیو او ۴۷۸ غیر منقولو ملکیتونو د طرحې، ډیزاین، تحلیل او قېمت کولو چارې هم بشپړې شوي دي.  

د وزارت مسوولین وایي، چې ۱۴ ولایتونو ته د ۱۷ ښاري پلانونو جوړول، مرکز او ولایتونو ته د ۲۰۰ تفصیلي، ستراتېژیکو او ماسټر پلانونو لېږل، د مهندسۍ او انجنیرۍ د ۱۰۰۰ نقشو چاپول او د هرات، کندهار او خوست ولایتونو د ښاري ستراتېژیکو پلانونو بیاکتنه؛ په ۱۴۰۱ کال کې د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په ۹ ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو د توپوګرافۍ سروې او د لغمان، سرپل، بلخ، فاریاب، کندوز او خوست ولایتونو د بهسازۍ پلانونو د جوړولو چارې بشپړې شوي، همدارنګه د وزارت ټول غیر منقول ملکیتونه هم تر پېژندنې وروسته، ثبت شوي دي.

دغه راز مسوولین وایي، په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې یاد وزارت ته، ۶۹۹ میلیونه او ۲۹۹ زره او ۲۱۴ افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه، چې ۷۱ سلنه یې د وزارت لخوا لګول شوې ده.

د ۳۷ تفصیلي، منطقوي، اصلاحي او ماسټر پلانونو جوړول، د ښاري پلانونو بیاکتنه، د کابل د نوي ښار په مربوطاتو کې د ځمکو تصفیې د چارو دوام، د هېواد په کچه د مسکن ملي سروې تر سره کول، په ۱۲ ولایتونو کې د توپوګرافۍ سروې تر سره کول، د ۱۲۹ ټولګټو پروژو د مهندسۍ نقشو ترتیب او تخنیکي ارزونه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ستراتېژیک پلان جوړول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د مسجدونو د جوړولو لپاره د طرحې، ډیزاین او محلونو تثبیت چارو تر سره کول، په روان کال کې د دغه وزارت له اساسي پلانونو څخه دي.    

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له استاد محمد اصف صمیم سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.