یکشنبه, اکتوبر 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
20
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر د ترکیې د دولت او ملت سلامونه او د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ مراتب د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړل.
د ترکیې سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هیواد اړیکې عالي توصیف کړې او وې ویل، د ترکیې دولت د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې کوښښ کوي.
هغه زیاته کړه، د هیواد تاجران او پانګوال یې په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کانونو رااېستلو په برخو کې پانګونې ته جدي تمایل لري.
ښاغلي ارګینای وویل، د ترکیې دولت او ملت په هغه هیواد کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د رامنځته شویو ستونزو باوجود له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې مسلمان او دوست هیواد سفیر محترم جهاد ارګینای ته د ښه راغلاست او د هفه هیواد مسوولینو او ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ویلو پرمهال وویل چې اسلامي امارت له ټولو دولتوتو سره د اړیکو غوښتونکی دی او له هغوی سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، دا مهال په هیواد کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول پانګونې زمینه برابره ده او اسلامي امارت د بهرنۍ پانګونې په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د تاجرانو او پانګوالو ملاتړ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د ترکیې دولت د مرستو مننه او د دوام غوښتنه وکړه.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل

Next Post

د ترانسپورتي سکتور د معیاري کولو هڅې پیل شوې دي

Next Post
Efforts Being Made to Develop Transport Sector

د ترانسپورتي سکتور د معیاري کولو هڅې پیل شوې دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.