د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین شېخ زرمحمد سره ولیدل.
په دې ناسته کې شېخ زر محمد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
نوموړي وویل، روان کال حج ته د تلونکو کسانو لپاره د ښوونکو، د اوسېدو ځای او ټولې نورې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې او لا هم په سعودي عربستان کې افغان پلاوی هڅه کوي، څو افغان حاجیانو ته د حج په موده کې د پخوا په پرتله غوره سهولتونه رامنځته کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت ورستیو هڅو ته په اشارې وویل، دغه وزارت دې په ټول هېواد کې د جوماتونو ساتنې او رغاونې ته جدي پام وکړي او روان کال دې حاجیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.