شنبه, دسمبر 2, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

سږکال به ۳۰ زره حاجیان، سعودي عربستان ته د حج مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شي

امسال ۳۰ هزار تن برای ادای مناسک حج عازم عربستان سعودی خواهند شد
0
SHARES
93
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، محترم شېخ الحدیت دوکتور نور محمد ثاقب، د یکشنبې په ورځ (۱۳ ثور ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، رسنیو ته په روان کال کې د حج پروسې د سهمیې او لګښتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل: سږکال به ۳۰ زره حاجیان، سعودي عربستان ته د حج مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاته: دغه سهمیه د حاجیانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې ده، چې عام خلک، مجاهدین، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال پکې شامل دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا، د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه تجهیز او ترمیم شوي دي، دغه راز له کام ایر هوایي شرکت سره د قرارداد تر څنګ؛ سږکال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) نه الوتنې ترسره شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي، چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره د اوسېدنې ځایونو، درې وخته ډوډۍ او ترانسپورټ اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او تمه ده چې د حاجیانو لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه؛ د افغانستان له خاورې څخه سعودي عربستان ته تر سره شي.
همدارنګه ښاغلی ثاقب زیاتوي، د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ازادې سیالۍ پروسې له لارې وړ او درایت لرونکي ښوونکي جذب شوي، چې سږکال به په ټولیز ډول ۶۵۲ ښوونکي د حاجیانو ملتیا کوي او د ۴۵ حاجیانو لپاره یو ښونکی توظیف شوی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په خبره، د وزارت د مسوولینو په هڅو او کوښښونو، سږکال د هر حاجي لپاره ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت په پام کې نیول شوی دی.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه وشوه

Next Post

د حسن عباس په نامه د کوم استخباراتي مامور د کتاب د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا با رئیس و اعضای اتاق تجارت و صنایع زنان افغانستان

د حسن عباس په نامه د کوم استخباراتي مامور د کتاب د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.