یکشنبه, اکتوبر 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

کندهار ولايت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د کيفيت کنټرول لابراتوار پرانيستل شو

کندهار ولايت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د کيفيت کنټرول لابراتوار پرانيستل شو
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کندهار ولايت لپاره د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د کيفيت کنټرول لابراتوار د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، علمای کرامو او د ياد ولايت د مجاهدينو او مشرانو په حضور کې د قرانکریم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او د مشرانو په عالمانه ويناوو پرانيستل شو.

د پرانيستې وينا کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو ملي ادارې پر اهميت او مقام د ټينګار ترڅنګ د کندهار ولايت نجيبو ولسونو او مجاهدینو ته د دې سترې لاسته راوړنې مبارکي وويله.

نوموړي ټينګار وکړ، تر دې وروسته چې ټول خوراکي توکي هيواد ته واردېږي بايد د دې ادارې د کيفيت کنټرول لابراتوارونو کې معاينه او وروسته دې زموږ د هيوادوالو د لاسرسي وړ وګرځي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، د خلکو او ماشومانو روغتيا ساتل د دولت او د ټولو سوداګرو چې درمل او خوراکي توکي هيواد ته واردوي، ګډه وجيبه ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو پای کې وويل، د تخلف په صورت کې له متخلفينو سره نه يوازې قانوني چلند کېږي، بلکې د هغوی د فعاليت جواز هم لغوه کېږي.

ورپسې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست محترم ډاکتر عبدالباري عمر راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خوړو او درملو ملي ادارې پر اهميت خبرې وکړې او دغه اداره يې يوه له مهمو، حياتي او عايداتي ادارو وبلله او ګډونوالو ته يې د دې ادارې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د درملو د کنټرول ۴ لوی لابراتوارونه په زونونو او د خوړو د کنټرول ۸ لابراتوارونه په ولايتونو کې جوړ شي.

ښاغلي عبدالباري عمر د دې لابراتوار ارزښت نږدې دوه سوه او پنځوس زره ډالره وباله زياته يې کړه، اوسنی لابراتوار په ورځ کې له ۱۰۰ څخه د زياتو ډولونو د معاينې ظرفيت لري.

همداراز د هيواد له سوداګرو يې وغوښتل، ترڅو په قانوني وارداتو او د باکيفيته توکو په واردولو سره خپله ايماني او انساني وجيبه ترسره کړي.

د غونډې پای کې، د سوداګرۍ خونو رئيس حاجي محمد يونس مهمند د دې لابراتوار پرانيسته د سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې مثبت ګام وباله او له سوداګرو يې وغوښتل، ترڅو د باکيفيته خوړو او درملو وارداتو ته لومړيتوب ورکړي.

غونډه د پټۍ په پرې کولو او د خوړو د کيفيت کنټرول لابراتوار په پرانيستې پایته ورسېده.

Previous Post

د حسن عباس په نامه د کوم استخباراتي مامور د کتاب د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

Next Post

سږکال به د اقتصادي بېخبناوو پر پراختیا نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وشي

Next Post
سږکال به د اقتصادي بېخبناوو پر پراختیا نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وشي

سږکال به د اقتصادي بېخبناوو پر پراختیا نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وشي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.