آریانانیوز: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې سږکال به په هېواد کې د اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه ترسره شي، چې ډېره برخه به یې پر کرنې، کانونو او ترانزیت ولګیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده زیاته کړې، چې د دې پانګونې ډېره برخه به د کرنې، کانونو استخراج او پروسس په برخو کې ولګیږي.
نوموړی وایي: مونږ له تېرکال راپدیخوا له بهرنیو او کورنیو پانګوالو سره خبرې درلودي؛ د پانګونې بهیر اوس تخنیکي پړاوونو ته رسیدلی او په روان کال کې به د نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت په هېواد کې نوې پانګونه تر سره شي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې پر سترو پروژو د پانګونې او د هغوی عملي پیل کیدل کولی شي هېواد له اقتصادي بحرانه راوباسي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو هم ويلي؛ په هېواد کې د اته میلیارد دالرو پانګوني له رامنځته کیدو سره به اقتصادي ستونزې تر چټکې څارنې لاندې شي.
د اقتصادي چارو پوهان همداراز زیاتوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید په هېواد کې د پانګونې د جذب لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د هڅونې لپاره تشویقي بستې وړاندې کړي، چې د پانګونې لړۍ ورسره پراخه شي.