چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د ۷۷ ودانیز ترکي شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

دیدار رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء با رئیس عمومی شرکت ساختمانی ۷۷ ترکیه
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ترکیې هیواد د ۷۷ ودانیز شرکت عمومي رئیس ښاغلي سلیمان جلیو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ترکیې هیواد د مرستو او په ځانګړې توګه د یاد شرکت د فعالیتونو مننه وکړه
نوموړي وویل، موږ د ټولو هغو شرکتونو او مرستندویه فعالیتونو په څانګړې توګه د ۷۷ ودانیز شرکت ملاتړ کوو، چې دلته باکیفیته رغنیز فعالیتونه او له افغانانو سره مرستې وکړي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس وویل، ۷۷ ودانیز شرکت په وروستیو کې د زابل په قلات او د کندهار په ارغنداب کې ۲ اساسي پلونه رغاولي او د هلمند د کجکي بند بریښنا یې په ښه ډول تنظیم کړي، چې په هلمند او کندهار کې زموږ ګڼو هیوادوالو ته بریښنا رسیږي.
د ترکیې هیواد د ۷۷ ودانیز شرکت عمومي رئیس د اسلامي امارت د مسئولینو او په ځانګړې توګه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه،.
نوموړي په کجکي بند کې د لوړ معیار کارېدونکو وسایلو ته په اشارې وویل، موږ په افغانستان کې له ښو او مو‌‌‌‌‌‌ډرنو وسایلو څخه په استفادې په ښه او عالي کیفیت رغنیز کارونه کوو،
ښاغلي سلیمان جلیو وویل، موږ به په نژدې راتلونکې کې د کجکي بند د پرچاويدو سطحه لوړه کړو،او په یاد بند کې د اوبو د ذخیره کېدو ظرفیت به نور هم زیات شي.
هغه زیاته کړه، موږ په کجکي بند کې د ۱۵۱ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لرو، خو د ځینو تخنیکي مسائلو له امله د ۶۰ میګاواټه بریښنا تولید ته دوام ورکوو او دا کچه به په تدریج سره زیاته کړو.
د ترکیې هیواد د ۷۷ شرکت عمومي رئیس وویل، موږ په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې د مرستنندویه فعالیتونو تر څنګ د سولري، بادي او د کجکي بند له لارې د لا ډیرې بریښنا برابرولو هڅې کوو.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ، چې افغانان ستاسي له مخلصانه همکاریو او مرستو راضي دي او اسلامي امارت هم د خپل توان مطابق ستاسي ملاتړ کوي.

Previous Post

سږکال به د اقتصادي بېخبناوو پر پراختیا نږدې اته میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه وشي

Next Post

د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته نوی او معیاري رنګ وټاکل شو

Next Post
معرفی رنگ جدید و معیاری برای تمام تکسی های شهری و روستایی در کشور

د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته نوی او معیاري رنګ وټاکل شو

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.