دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته نوی او معیاري رنګ وټاکل شو

معرفی رنگ جدید و معیاری برای تمام تکسی های شهری و روستایی در کشور
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کورنیو چارو وزارت او ترافیک پولیسو عمومي ریاست رهبري پلاوي نن چهارشنبه (۱۹ ثور ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، ټولو ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته د نوي او معیاري رنګ ټاکلو په اړه، رسنیو ته معلومات ور کړل.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، محترم مولوي محمد نبي عمري وویل: د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او مونږ د خپلو هېوادوالو لپاره معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو. دغه راز ښاغلي عمري زیاته کړه، چې په ټولو کاري پروسو کې فساد ختم شوی دی او اوسمهال خلکو ته په چټک، شفاف او مطمین ډول خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه د ترافیک پولیسو لوی رییس، پاسوال داکتر حسیب الله مختار هم دې خبري ناسته کې وینا وکړه وې ویل: د دغه ریاست له تایید شوي طرزالعمل سره سم، مونږ د رنګ او ترافیکي نظم برخه کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره، د معیار رعایتولو ته ژمن یو.

د ترافیک پولیسو لوی رییس زیاتوي، چې اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې انتقالات د ټکسي موټرو او پاتې ۷۰ نه تر ۸۰ سلنې د شخصي موټرو په واسطه تر سره کېږي، چې دې چارې امنیتي او جنایي ستونزې رامنځته کړي دي.

دغه راز ښاغلی مختار وویل: چې په تېر کې د ټکسي موټرو رنګ نه معیاري وو او نه یې مشخص کود درلود، په داسې حال کې چې اوسنی رنګ مشخص کود لري او په بین المللي کنوانسیون کې هم ثبت دی.

د مسوولینو په خبره، د یاد طرزالعمل په پلي کېدو سره، د جرمونو کچې ټیټېدو په موخه؛ د ټکسي موټرو مالکین بایومتریک کېږي او له هغوی نه د معتبره تضمین اخیستلو ترڅنګ؛ د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو رنګ هم تنظیمېږي.

د ترافیک پولیسو لوی رییس وایي: د دغه طرزالعمل تطبیق سبا چهارشنبه د روان کال د غویي په ۲۰مه نېټه، په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي، چې تر درې میاشتو پور به دوام ولري او د ټاکلې مودې په پای ته رسېدو سره به، له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

Previous Post

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د ۷۷ ودانیز ترکي شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

Next Post

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د قطر هېواد له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير او مل پلاوي سره وکتل

Next Post
د اسلامي امارت رئیس الوزراء د قطر هېواد له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير او مل پلاوي سره وکتل

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د قطر هېواد له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير او مل پلاوي سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.