دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوي رامنځته شوي دي

طبق حکم خاص عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله)، به منظور رشد سکتور خصوصی در کشور، تسهیلات لازم در موضوعات مهم مالیاتی ایجاد گردید
0
SHARES
339
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ (۲۵ غویی ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه رسنیو ته معلومات ور کړل.
په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، محترم نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت سرپرست، محترم قاري دین محمد حنیف، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست، مولوي نجیب الله حقاني، د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د دفتر استازي، محترم مولوي احمد جان بلال او د خصوصي سکتور غړو هم ګډون کړی وو.
ښاغلي حنفي وویل: چې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال په مشرۍ، د معاشاتو او تشکیلاتو کمېسیون د غړو، د مشرتابه مقام استازي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د اقتصادي کمېسیون استازي، د ماليې وزارت مرستیال او اړوندو ریاستونو مسئولینو او د خصوصي سکټور د بېلابیلو برخو استازو پرلپسې کاري ناستي وکړې.
په دې ناستو کې پر مالیاتي اصولو باندي هر اړخیز بحثونه وشول، چې په پایله کې د توظیف شوي هیئت له لوري د ماليې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ مالیاتي ستونزي مشخصي، حل لاري ورته پيدا او د مشرتابه عالي مقام ته وړاندي شوې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د مشرتابه عالي مقام د حکم پر بنسټ، د صنعتي سکټور (۴٪) ربعواره انتفاعي مالیه (۲٪) ته راټیټه شوه؛ کرنیزو، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته (۷٪) قراردادي موضوعي مالیه معاف شوه؛ دغه راز د روان مالي کال لپاره د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو ( ۴٪) انتفاعي ربعواره مالیه هم معاف شوې ده.
د مسوولینو په وینا، د تېلو او ګازو د پمپ سټېشنونو اړوند د پخوانۍ ادارې د وخت بررسۍ معاف شوه او یاد سکټور به د نورو کلونو لپاره في لېټر (۰،۶) افغانۍ ثابته مالیه د اسلامي امارت حساب ته ورکوي
د یاد حکم پر بنسټ، د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونه مؤظف دي، چې د سوداګرو او صنعتګرو د ويزو اخيستلو ستونزه، د اړوندو هېوادونو له سفیرانو سره شریکه او یادې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي. همدارنګه سوداګرو او صنعت کارانو ته دې د مرکز په څېر په هر زون کې د پاسپورټونو د وېش اسانتیاوې برابرې شي.
مسوولین زیاتوي چې د مشرتابه د حکم له مخې؛ د سوداګرو او صنعت کارانو د اسانتیا لپاره ټولې اړوندې امارتي ادارې مکلفې دي، چې په ټولو بندرونو کې د اسان خدمت یا واحد چتر مرکزونه فعاله او کاري وخت یې د ګمرکونو د کاري وخت تابع وګرځوي.
مسوولین وایي چې د یاد حکم پر بنسټ، د ماليې وزارت او د خصوصي سکټور څلور خونې مکلفې دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د ستونزو د دایمي حل لپاره یوه ګډه دایمي کاري کمېټه رامنځته کړي او د خصوصي سکټور په مالیاتي او ګمرکي ستونزو بحث وکړي او د نه حل کېدو په صورت کې یادې ستونزې له مشرانو سره شریکې کړي.
دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شته سړخونې فعالې او د نویو خونو د ودانولو په موخه اقدام وکړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست، محترم قاري دین محمد حنیف هم وینا وکړه وې ویل: اوس اشغال پای ته رسېدلی او مونږ د هېواد د جوړولو هڅه کوو، اسلامي امارت د خصوصي سکتور ملاتړی دی او دغه ځانګړی حکم د دې ملاتړ ښکارندویي کوي.
ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محترم محمد یونس مومند، د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د حکم ستاینه وکړه وې ویل: د یوه هېواد پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې حکومت او خصوصي سکتور اوږه په اوږه یو له بل سره کار وکړي او د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او ترانزیت ودې ته ځانګړې پاملرنه ولري.
دغه راز د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رییس، محترم شیرباز کمین زاده هم وینا وکړه وې ویل: زه د هېواد د یو نیم میلیون صنعت کارانو په استازیتوب، د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د دې حکم د ورکړې هرکلی او قدرداني کوم. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه د هېواد ابادۍ ته ژمن دی او د دغه ځانګړي حکم له مخې به خصوصي سکتور تر ډېره بریده د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلي.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي، د افغانستان ملت او د خصوصي سکتور غړو ته د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مبارکي ورکړه وې ویل: د هېواد اوسني قوانین د ملت او خصوصي سکتور د اړتیاوو پر بنسټ رامنځته شوي دي. ښاغلي عزیزي له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه چې د یادو قوانینو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.
دغه ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Previous Post

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د قطر هېواد له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير او مل پلاوي سره وکتل

Next Post

د بغلان او پروان ولایتونو یو شمېر علماو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
د بغلان او پروان ولایتونو یو شمېر علماو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د بغلان او پروان ولایتونو یو شمېر علماو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.