دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې له پانګونې ملاتړ کوي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې له پانګونې ملاتړ کوي
0
SHARES
11
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د صنعت اوونۍ او د بین المللي نندارتون په اختتامیه مراسمو کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره په هیواد کې د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.

د رئیس الوزراء اداري مرستیال مالياتي معافیت ته په اشارې چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لورې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو او صنعت او سوداګرۍ لپاره اعلان شوی وویل، اوسمهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره هر ډول زمینه برابره شوې ده، له ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه چې له هیواده بهر ژوند کوي او همدا راز له هغو هیوادونو چې مخکې یې په افغانستان کې پر جنګ پانګونه کوله غواړو، چې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو او ځوانانو د مهاجرت د مخنیوي په موخه باید له صنعت او انکشافي پروژو ملاتړ وکړي.

محترم مولوي حنفي همداراز له دوی وغوښتل، چې هیواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د رئیس الوزراء اداري مرستیال په خپلو خبرو کې د سوداګریزو توکو تولید او د وارداتي اقلامو کیفیت ته په اشارې وویل، پانګوال او سوداګر دا اسلامي او اخلاقي مسئولیت لري چې د سوداګریزو توکو د تولید او وارداتي اقلامو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل: له هغو شرکتونو او سوداګرو سره به چې خدای ناخواسته بې کیفیته توکي تولید یا راواردوي؛ جدي چلند وشي.

Previous Post

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او ورسره پلاوي سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.