یکشنبه, اکتوبر 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
0
SHARES
19
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار مانۍ کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال مولوي عبدالحق سره ولیدل.

مولوي عبدالحق د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د وروستیو کړنو او پرمختګونو په هکله په بېلابېلو برخو کې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړل.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال زیاته کړه، د تېرو اتلسو میاشتو په لړ کې د هېواد په کچه د مخدره توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې ده.

نوموړي وويل، د کورنیو چارو وزارت لسګونه هغه سیمې چې د مخدره توکو د قاچاق او استعمال مرکزونه وو، له منځه وړي دي. هغه زیاته کړه، د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې معینیت تراوسه د هیواد له بېلابېلو برخو لسګونه زره روږدي کسان راټول او تر درملنې لاندې نیولي دي.

مولوي عبدالحق څرګنده کړه، کورنیو چارو وزارت هڅه کوي په هېواد کې د مخدره توکو کاروبار، قاچاق او تولید ته د پای ټکی کېږدي.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یاد وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو خلک په ارامه او ډاډمنه فضا کې سالم ژوند وکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای د چارو د لا ښه والي په‌موخه د‌ کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق ته یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره ولیدل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.