چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل
0
SHARES
8
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د اهل تشیع او هزاره قوم له لسګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر جعفر مهدوي او حاجی اصف فروغ د نورو په استازیتوب دخبرو پرمهال له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ولس په ځانګړي توګه د اهل تشیع او هزاره ورونو ستونزو او غوښتنو ته متوجه دي او د حل لارې ورته لټوي.
یادو مشرانو وویل، د خوښۍ ځای دی چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او څوک هیڅ خطر او وېره نه محسوسوي.دوی د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره یو شمېر ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې.
یادو ویناوالو وویل، امارت دې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې ته، چې د تېر حکومت میراث دی، اساسي حل لاره ومومي. دوی وویل، په تېر حکومت کې ځینو کړیو د خپلو شخصی موخو لپاره دکوچیانو او هزاره و ترمنځ کړکیچ ته لمن وهله.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، په افغانستان کې ټول ورونه قومونه د اسلامي امارت پر وړاندې یو شان دي او ټول هېوادوال له مساوي حقونو څخه برخمن دي.
نوموړي وویل اسلامي امارت د ملت او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی، د ملت په خدمت ویاړي او خپلې دروازې یې تل د ملت پر مخ له تبعیض پرته پرانستې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ستونزې ته به د شریعت او قانون په رڼا کې حل لار پیدا کړي او په دې اړه به له ټاکل شوي پلاوي سره هم وګوري.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د افغانستان ټرانسپورتي سیستم اصلاح او په اوسنیو شرایطو برابروو

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.