دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حج د ون‌‌‌‌‌‌ډې او هغوی ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
ښاغلي مولوي خلیل الرحمن حقاني وویل، د حج ادا کوونکو افغان کډوالو ته په مکه معظمه او مدینه منوره کې د غوره استوګنځي ترڅنګ د استادانو بشپړې تابیاوې هم شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه وزارت پلان لري چې په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرینو حالت له نږدې وارزوي. هېواد ته د کډوالو د راستنېدو کچه زیاته شوې او په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو هیوادوالو ته لازم امکانات هم ورکول کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کډالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل، لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ګڼ افغان کډوال ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د دایمي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو ادارو په مرسته اغېزناک اقدامات وشي.
نوموړي وویل، حج ته د افغان کډوالو په استولو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې مهمې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته را وګرځي او دلته د عزت ژوند غوره کړي.

Previous Post

مولوي عبدالکبیر: د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پياوړتیا ته به پاملرنه ډ‌ېره شي

Next Post

د رئیس الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د م.م د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس سره وکتل

Next Post
د رئیس الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د م.م د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس سره وکتل

د رئیس الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د م.م د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.