چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال کتنه

د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له یو شمېر علماو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم حاجي مولوي بابا شاه او حاجي محمد موسی د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هغې ولسوالۍ د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی د اسلامي امارت د رهبري مقام له لوري د یادې ولسوالۍ په رسمي کېدو خوښي وښوده. د دیني مدرسو، ښوونځيو، سرک، مخابراتي شبکو او کلینیک نه شتون یې د دې ولسوالۍ عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د پورتنیو ستونزو حل او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ولایت له مرکز څخه تر یادې ولسوالي پورې د سرک جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال له یادو علماو او متنفذینو سره په کتنه خوښي څرګنده او هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال یې وویل، په لومړي قدم کې به په هغه ولسوالۍ کې حکومتي دستګاوې او وروسته به د شته امکاناتو په چوکاټ کې په تدریجي توګه دیني مدرسې، ښوونځي، سرک، مخابراتي شبکې او کلینیک فعال شي.
همدارنګه د اسلامي امارت مسوولین به د ټولو افغانانو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره خپل ټول کوښښ وکړي.

Previous Post

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دهیواد لوی درستیز سره وکتل

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد پروسې افتتاحیه مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد پروسې افتتاحیه مراسمو کې ګډون وکړ

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد پروسې افتتاحیه مراسمو کې ګډون وکړ

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.