د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر له سیاسي رئیس ښاغلي سکاټ سمیټ سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر سیاسي رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه وکړه او وې ویل، اوس مهال په هیواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی. افغانان په امن فضا کې ژوند کوي او نړیواله ټولنه باید په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په پام له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
د م.م سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر سیاسي رئیس ښاغلي سکاټ سمیټ وویل د اسلامي امارت له راتګ سره په افغانستان کې ډیر مثبت تغییرات راغلي، د څلورو لسیزو وژنې او جګړې پایته رسیدلې او د هر اړخیز پرمختګ لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي.
نوموړي دغه راز دوه اونۍ وړاندې پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په مشري د ۲۱ هیوادونو د استازو د ناستې په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، په هغه ناسته کې د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ګډون کوونکو هیوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو په دوام او اسلامي امارت سره پر تعامل او تفاهم ټینګار درلود.
نوموړي زیاته کړه، په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او یو لړ نورو مهمو موضوعاګانو په اړه بحثونه وشي.
د رئیس الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، دا یو ثابت حقیقت دی، چې ستونزې په ستونزو نه حل کیږي او د ناکامو تجربو تکرار د هیچا په ګټه نه دی، اسلامي امارت باید په ټولو هغو غونډو کې ګډون ولري، چې د افغانستان په مسائلو بحث کوي او باید په ټولو برخوکې د تفاهم او تعامل لاره اختیار شي.
محترم ډاکټر صاحب عبدالواسع زیاته کړه، په افغانستان کې روان پرمختګونه او لاسته راوړنې باید د عیني واقعیتونو په توګه درک او له دې فرصت څخه ګټه پورته شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د لوی کور افغانستان د سرپرست په توګه پر خپل ولس بېساری شفقت لري، د ټولو اړینو مواردو په برخه کې اقدامات شوي، د بیلګې په توګه، د نظام په بدنه کې د پخوانۍ ادارې ۹۰٪ نوي سلنه کارمندان پر خپلو دندو پاتي دي، نشه یي توکي، چې هم د افغانستان او هم د نړۍ لپاره یوه مهلکه پدیده وه، منع شول، عمومي عفوه اعلان شوه، بهر ته د تللو افغانانو د بیرته راستنولو لپاره د تماس کمیسیون ایجاد شو او ګڼ نور مثبت اقدامات ترسره شوي دي.
محترم ډاکټر صاحب د خپلو خبرو په پای کې وویل اوس مهال په هیواد کې په ټولو برخو کې د کار او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، شفافیت رامنځته شوی او په ټول هیواد کې ډاډمن امنیت تامین دی، بناء باید دا وضعیت یو طلایي فرصت و ګڼو او په ګډه د سوداګرۍ، پانګونې، سیاسي اړیکو او نورو برخو کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړو.