د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مرستیال حافظ انجنیر صدیق الله عابد او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ترانسپورت وزارت مرستیال د دغه وزارت د پرمختګونو، راتلونکو پلانونو او عوایدو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
ښاغلي عابد وویل، دا مهال د هېواد په هوايي ډګرونو کې د غوره خدماتو په موخه د ترانسپورټ وزارت او بهرنیو کمپنیو تر منځ ګڼ تړونونه لاسلیک شويدي.
نوموړي د کابل د پخوانۍ ادارې او بهرنیو کمپنیو تر منځ د شویو نیمګړو تړونونو، د هغو د حقوقي مسایلو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې اوله دې پلوه راټوکېدلې ستونزې یې شریکې کړي.
نوموړي وویل، د دغو نیمګړتیاوو له امله یوشمېر تړونونه زیانمن او د ځينو د اصلاح هڅه شوې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دغې برخې د ستونزو د حل په موخه د ترانسپورت وزارت مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ویې ویل، د وزارت په کچه ټول تړونونه دې له سره وکتل شي.
هغه وویل،افغانستان د ترانسپورت له اړخه له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې د افغانستان ټرانسپورتي سیستم چې له لسیزو وړاندې جوړ شوی او لا هماغسې له ستونزو ډک پاتې دی، اصلاح ،په نویو غوښتنو، شرایطو او وسایلو سمبال او هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.