د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي عنایت الله سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عنایت الله په لوګر کې د سیمه ییزې حکومتولۍ، انکشافي پروژو او وروستیو لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ له امله ولسونو ته د خدماتو وړاندې کولو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.
هغه زیاته کړه، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو په ملاتړ په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر بې وزلو لاسنیوی شوی او ولایتي اداره له ولسونو سره بشپړه همغږي لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په لوګر کې د امنیت او انکشافي پروژو په برخه کې د مسؤولینو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل، سیمه ییزه حکومتولي باید د خلکو په خدمت کې او د ټولو ځايي مسؤولینو دروازې د ولس پر مخ پرانستې وي.