د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست رییس شیخ محمد یعقوب نیازي او د یاد پوهنتون له یو شمېر استادانو سره وکتل.
په پيل کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست د پوهنتون پراختیايي پلان چې موخه یې د پوهنتون د علمي کچې لوړېدل دي د ریاست الوزراء له محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړ.
هغه وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په یاد پوهنتون کې پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.
ښاغلي نیازي زیاته کړه، د یاد پوهنتون تدریسي روغتون په عصري وسایلو او تکنالوژي سمبال شوی، چې د تدریسي چارو تر څنګ په کې د ګڼ شمېر ناروغانو ستونزې هوارې شوې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د شیخ زاید پوهنتون د علمي کچې لوړېدل او د بنسټیزو چارو ترسره کول اړین وبلل.
هغه وویل،د پوهنتونونو اهمیت ته په کتلو به په ټول هېواد کې د پوهنتونونو او علمی مرکزونو پياوړتیا ته پاملرنه ډېره شي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اړتیا ده چې د پوهنتونونو او علمي بنسټونو چارې له اوسنیو نړیوالو منل شویو غوښتنو سره سمې برابرې شې.