دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد پروسې افتتاحیه مراسمو کې ګډون وکړ

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد پروسې افتتاحیه مراسمو کې ګډون وکړ
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۴ ه.ق کال د حاجيانو د لېږد پروسې پيل او لومړني پرواز په مراسمو کې ګډون وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وويل، حج د مسلمانانو يوه فريضه او د اسلام رکن دی، چې ترسره کول يې په هر هغه مسلمان چې مالي او فزيکي وړتيا ولري، فرض عين دی.

نوموړي د حج فريضې فضيلت په اړه زياته کړه، د حج مراسمو کې هر رنګ او له هر هيواد څخه د نړۍ ټول مسلمانان د سپين احرام په اغوستو ګډون کوي او ټول په يو ډول د مسلمانانو د يووالي او اتحاد استازولي کوي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، د امير المؤمنين حفظه الله د لارښوونې او د حج او عمرې ملي کمېټې او ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شپه او ورځ هڅو په نتيجه کې د هيواد د حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوي او په کور دننه او بهر د هيواد حاجيانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه مختلفې کمېټې ګمارل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د تېر کال په پرتله سږکال د حج پروسې لګښت کم دی او د پيسو راټولولو او لېږد په برخو کې هم د حاجيانو له پيسو څخه د خدمت حق نه دی اخيستل شوی، چې دا د حاجيانو لپاره يو ډول مراعات دی‌.

محترم مولوي حنفي زياته کړه، الحمدالله سږ کال زموږ له هيواد څخه ۳۰ زره حاجيان د حج مراسمو کې ګډون کوي.

نوموړي له حاجيانو وغوښتل، چې د بيت الله شريف د حج ټول مراسم په ښه او غوره طريقه ترسره او د سفر په جريان کې دې حوصله ولري او د افغانستان ځورېدلو او متدينو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته دې دعا وکړي.

نوموړي په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ او اړوندو ټولو امارتي ادارو څخه مننه وکړه، چې د حج پروسه کې يې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړ او د حج مراسمو ترسره کولو جريان کې يې افغان حاجيانو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو لپاره خپلې غوره هڅې کړې دي.

Previous Post

د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ له علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال کتنه

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.