چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء د کفيل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د ملګروملتونو د سیاسي برخې مسؤل سره وکتل

د ریاست الوزراء د کفيل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس د ملګروملتونو د سیاسي برخې مسؤل سره وکتل
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په کابل کې د یوناما د سیاسي برخې مشر او ورسره پلاوي سره وکتل.

د یوناما د سیاسي برخې مشر ښاغلي سکاټ سمېت پدې کتنه کې د سیاسي معاونیت له همکارۍ په مننې وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي، ترڅو افغانستان ته په بشري مرستو سربېره د اقلیمي بدلون د کنټرول او د نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره د تمویلوونکو هیوادونو پام جلب کړي.

ښاغلي سمېت وويل، افغانستان ته د لا زياتو مرستو جلبولو په موخه اړینه ده اسلامي امارت هم په یو شمېر موضوعاتو کې نرمښت او همکاري زياته کړي، ترڅو د مرستندويه هيوادونو تشويشونه هم رفع شي.

نوموړي زياته کړه، یوناما به د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې او په بروکسل کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې ته له نشه يي توکو سره د مبارزې او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه راپورونه وړاندې کړي او په وينا يې، دا ډول غونډې به دوام ولري ترڅو شته ستونزو ته حل لاره وموندل شي.

د رياست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نوموړي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ افغانانو سره د بشري مرستو په برخو کې د یوناما هڅې وستايلې او د دغو مرستو پر اړتيا او دوام يې ټينګار وکړ.

نوموړي وویل: په تېرو نږدې دوو کلونو کې خورا ډېر پرمختګونه شوي او اسلامي امارت نړۍ سره مثبت او رغاوونکي تعامل ته ژمن دی.

ښاغلي ذاکر زیاته کړه، تېرو څلورو لسيزو جګړو افغانان په ټولو برخو کې ځپلي او اړتيا ده چې بين المللي ټولنه په بشري، اقليمي بدلون او بنسټيزو پروژو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دغه بهير بايد له سياسي کېدو لرې وساتل شي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د بغلان او کابل یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د تخار والي سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د تخار والي سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د تخار والي سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.