د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتيکا مرستيال والي محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت او يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د پکتيکا ولايت د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت او ستونزو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
د پکتيکا مرستيال والي د ولسوالانو نقليه وسايط، په يو شمېر ولسواليو کې د اداري تعميرونو نشتوالی، برېښنا ته د خلکو نه لاسرسی او د نښلوونکو لارو بيارغاونه د دې ولايت عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت مسوولینو څخه يې وغوښتل، ترڅو يادو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له محترم مخدوم مولوي عبدالسلام سعادت او راغلو ملګرو سره په دې کتنې خوښي وښوده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د هغوی د ستونزو پېژندل او لمنځه وړل د اسلامي امارت له اساسي ژمنو وباله وې ويل، لازمه ده چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين په ملي او سيمه ييزه کچه د ټولو هيوادوالو د ستونزو تشخيص او حل لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټول ملت په ځانګړې توګه د پکتيکا ولايت محترمو اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره خپلې هڅې کوي.