د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي رئيس الحاج ملا محمد حنیف حمزه سره وکتل.
په دې کتنه کې، د افغانستان برښنا شرکت رئيس د کابل او ولایتونو د برښنا او راتلونکو پراختیايي پلانونو په ګډون د خپلې ادارې کاري راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، دا مهال د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا په منظم ډول وېشل کېږي او په راتلونکې کې به د برېښنا شبکه محرومو سيمو ته هم وغځول شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر له نوموړي او د دې شرکت رهبرۍ هڅو څخه مننه وکړه وې ويل، د افغانستان برښنا شرکت دې خلکو ته د برېښنا رسولو او د بيلونو تحويلولو پر مهال هغوی ته د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې هڅې وکړي او له اړوندو ادارو سره دې همغږي زياته شي.
مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې وويل، خلک بايد ستاسو له خدمتونو څخه راضي او د هغوی د خوښۍ باعث وګرځي او همداراز له دايمي پوروړو سره د حسابونو پر تصفيې هم ټينګار وشو.