د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل په سپېدار ماڼۍ کې د بغلان او کابل ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو سره جلا، جلا وکتل.
په دې کتنو کې، یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت رهبرۍ ته د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ويل، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه وه او د ټينګښت لپاره یې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
یادو مشرانو د خپلو سیمو ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء کفیل سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل له دغو قومي مشرانو څخه په مننې وويل، اسلامي امارت د ملت د خوښۍ او ارامۍ لپاره زيار وباسي او ټولو مسوولينو ته سپارښتنه شوې، چې د ملت پر وړاندې خپلې دروازې پرانيستې وساتي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د جهاد تر بريالي کېدو وروسته اوس اړتيا ده ټول افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول او په ګډه د هيواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې کړي.