د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل په سپېدار ماڼۍ کې د تخار والي مولوي ضیاءالرحمن مدني سره وکتل.
په دې کتنه کې، مولوي ضیاءالرحمن مدني د تخار د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ويل، د ولسونو او مسوولینو ترمنځ واټن ختم شوی او د ادارو ترمنځ همغږي زياته شوې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د تخار امنیتي او ملکي مسؤولین دې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپلې هڅې زياتې او شته همغږي وساتي.
نوموړي همداراز ښاغلي مدني ته د چارو ښه والي په موخه سپارښتنې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.