دوشنبه, مې 29, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د سوداګرۍ او صنعت وزیر سره وکتل
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
نور الدین عزیزي روسیې اودسیمې نورو هېوادونوته د خپل وروستي سفر راپور او لاسته راوړنې د ریاست الوزراء کفیل سره شریکې کړې او دا سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
ښاغلي عزیزي وویل، په هېواد کې د برېښنا پر تولید، دکانونو پراستخراج، هېواد ته د نفتي موادو او خوراکي توکو پر وارداتو، سیمه ییز اتصال او د ترانزیټ په اړه څو مهمې ناستې وشوې چې پایلې یې دافغانستان او سیمې په ګټه وې.
هغه وویل، پدې سفرکې افغان پلاوي دتاتارستان له ولسمشرسره هم وکتل .هغه زیاته کړه، د دوی داسفرد ګډون والو د پام او هرکلي وړ وګرځيد چې په ښوونیزه او تحصیلي برخه کې هم دسیمې هېوادونو له اسلامي امارت سره د همکارۍ ټټر وواهه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل،له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اقتصادي اړیکې د ټولو لوریو په ګټه دي او په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې د ستایلو دي.
نوموړي زیاته کړه، د نفتي او لومړنیو توکو په برخه کې دسیمې هېوادونه د افغانستان لپاره ښه انتخاب دي او دې برخې ته به پام وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته دسیمې او نړیوالوهېوادونو او کمپنیو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو، افغانستان ته د هغوی د توجه راجلبولو او په هېواد کې د پانګونې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

Previous Post

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د بغلان له یوشمېر قومي مشرانو سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر علماؤ او متنفذینو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.