چهارشنبه, مې 31, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د افغانستان ملي او بین المللي یو ورځنی صنعتي سمپوزیم جوړ شو

د افغانستان ملي او بین المللي یو ورځنی صنعتي سمپوزیم جوړ شو
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د (Stay in Afghanistan) موسسې په همغږۍ د افغانستان ملي او بین المللي صنعتي سمپوزیم نن پنجشنبه (۴ غبرګولی ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ کړ.
په دغه سمپوزیم کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او (Stay in Afghanistan) موسسې د رهبرۍ تر څنګ؛ د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو چارواکو، د صنعت او سوداګرۍ خونو مسوولینو او استازیو هم ګډون کړی وو.
د سمپوزیم په پیل کې د (Stay in Afghanistan) موسسې رییس، طارق وردګ وینا وکړه وې ویل: د الماني اولګو پر بنسټ له محلي اړتیاوو سره سم د دوه ګوني زده کړیز سیستم رامنځته کول، د حرفوي کارکوونکو پر مټ د افغانستان د صنعت پیاوړتیا، ځوانانو او د هغو کورنیو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو انګېزه او د مغزونو د تېښتې مخنیوی، د افغانستان او المان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو جوړول او پر یوه مهم صنعتي هېواد د افغانستان بدلول؛ زمونږ اساسي موخې دي.
ورپسې د تخینکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، مولوي غلام حیدر شهامت د سمپوزیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د افغانستان ملي او بین المللي صنعتي سمپوزیم یو مهم سمپوزیم وباله وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ لپاره جهاد پیل او د لوی خدای ج په مرسته یې دغه هدف ترلاسه کړ، اوس چې هېواد بشپړ خپلواک دی مونږ باید دغه جهاد په اقتصادي، صنعتي او ټولنیزه برخه کې پیل کړو.
ښاغلي شهامت زیاته کړه، د هېواد ځوانانو ته د مسلکي زده کړو او کار زمینه برابرول، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیز نصاب عصري کول، د استادانو د ظرفیت لوړول او د کار بازار د اړتیاوو سره سم د بشري قوې روزل زمونږ اساسي موخې دي.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد هم وینا وکړه وې ویل: د پانګونو په زیاتولو سره د افغانستان د اقتصاد پراختیا، د متوسطو او کوچنیو صنایعو او تشبثاتو پراختیا او د کار پنځونې او هېوادوالو د عاید زیاتولو په منظور د متوازن تجارت وده؛ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت کلي هدف تشکیلوي. ښاغلي جواد د هېواد صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د داسې سمپوزیمونو جوړېدل مهم ګام وباله.
دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د انکشاف عمومي رییس، مولوي عبد الواحد فایز د سمپوزیم له جوړونکو مننه وکړه وې ویل، د یوه هېواد پرمختګ او ترقي د هغه هېواد د صنعت په وده پورې اړه لري. ښاغلي فایز زیاته کړه مونږ له ټولو هغو پروګرامونو ملاتړ کوو چې د هېواد اقتصادي ودې لامل کېږي.
همدارنګه د سمپوزیم ګډونوالو د افغانستان په صنعت کې د شته ننګونو او د هغو د له منځه وړلو او د هېوادونو په وده کې د مصنوعي ځیرکتیا پر رول هر اړخیز بحثونه او د نظرونو تبادله تر سره کړه.
د افغانستان ملي او بین المللي صنعتي سمپوزیم د (Stay in Afghanistan)، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې، د افغانستان دښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د تجدید وړ انرژۍ اتحاديې ترمنځ؛ د همکاریو د تفاهم لیکونو په لاسلیک سره پای ته ورسېد.

Previous Post

د زابل او میدان وردګو له والیانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.