پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د کوهستانات ولسوالۍ يو شمېر مجاهدينو سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د کوهستانات ولسوالۍ يو شمېر مجاهدينو سره وکتل
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د کوهستانات ولسوالۍ يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.

په دې کتنه کې، په پيل کې د کوهستانات ولسوال محترم مولوي خان شيرين او د دې ولسوالۍ د کنډک قوماندان مولوي نورمحمد متوکل د نورو په استازيتوب د يادې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.

راغلو مجاهدينو کوهستانات ولسوالۍ د افغانستان يوه صعب العبور سيمه وبلله، چې له امله يې خلک په ځانګړي ډول ناروغان او مېمنې ښار ته د اداري کارونو لپاره مراجعه کوونکي کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغوی د معياري روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او ديني مدرسو نشتوالی د خلکو عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت رهبرۍ څخه يې وغوښتل ترڅو پورتنيو ستونزو په ځانګړي ډول د سړکونو او نښلوونکو لارو ترميم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کوهستانات مجاهدينو سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ؛ د اشغالګرو ځواکونو اېستلو او بياځلي د اسلامي نظام ټينګښت لپاره د هغوی درېدل او قرباني وستايله.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، په ټول افغانستان کې زموږ خلک د ارامه، هوسا او ټولو امکاناتو لرونکي ژوند لايق دي او اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هغوی او په ځانګړي ډول د کوهستانات صعب العبور سيمو په څېر خلکو ته د سړک، ښوونې او روزنې او روغتيا په برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د کرنې وزارت مرستیال سره وکتل

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان اسلامي بانک مسوولينو سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان اسلامي بانک مسوولينو سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان اسلامي بانک مسوولينو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.