پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء له اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سره په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود، په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د چارو د بهبود، د مرکز او ولایاتو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو او نورو موضوعاتو د‌ هر اړخيز بحث سربېره د عامې روغتیا وزير ډاکتر قلندر عباد هم خپل کاري راپور وړاندې کړ.

هغه په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په هېواد کې د روغتیايي چوپړتیاوو معیاري کولو په موخه ګڼ ګامونه اخیستل شوي او لاهم دوام لري.

د عامې روغتیا د وزیر په خبره په دولتي روغتونونو کې د معیاري درملنې لپاره یو شمېر روغتیايي نوې جوړې شوې برخې هم پرانیستل شوي چې ورسره د دې برخې په چوپړتیاوو کې هم مثبت بدلونونه راغلي دي.

ښاغلي قلندر عباد څرګنده کړه چې له شخصي روغتونونو څخه دوامدار څار روان دی او هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه هم کارونه ترسره شوي دي.

د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وویل، په هېواد کې د معیاري صحي سکټور رامنځته کول لویه اړتیا ده، څو بهر ته د درملنې په موخه د هېوادوالو د تګ په کچه کې کمښت راشي.

د محترم مولوي عبدالکبیر په خبره، د روغتیا په برخه کې پانګونې ته اړتیا شته چې زمینه ورته برابره شوې ده.

په دې ناسته کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د حکومتي روغتونونو حالت ته په اشارې وویل، روان کال به دې برخې ته د ځانګړې شوې بودیجې پر مټ په حکومتي روغتونونو کې بنسټيز کارونه وشي.

د نوموړي په خبره ،په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو او ادارو د مرستو راجلبولو لړۍ ته دې د روغتیا وزارت لاډېر پام وکړي.

د يادې کتنې په پای کې د روغتیا وزارت د چارو د لا سمون په موخه د رياست الوزراء محترمو مرستیالانو په بېلابېلو برخو کې د روغتیا وزير ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Previous Post

د افغانستان ملي او بین المللي یو ورځنی صنعتي سمپوزیم جوړ شو

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.