پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د لغمان او زابل ولایتونو له امنیه قومندانانو سره ولیدل
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر د زابل او لغمان له امنیه قوماندانانو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان قونسل سره په جلا جلا توګه ولیدل.

د زابل امنیه قومندان قاري صلاح الدین او د لغمان امنیه قومندان مولوي نجیب الله په دغو ولایتونو کې د امنیتي حالت او د پولیسو د روزنې په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته هر اړخيز معلومات ورکړل.

دوی وویل، د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم په یادو ولایتونو کې د پولیسو لیکې منظمې شوي او د روزنې لړۍ يې لا هم روانه ده.

همداراز د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل مولوي سید عبدالجبار وویل، د دوی او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په هڅو له پاکستاني زندانونو ګڼ شمېر افغان بندیان راخلاص شوي او د اسلامي امارت له لوري ورته تر کابله د راتګ زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په خبره په کراچۍ ښار کې قونسلي خدمتونه په عادي توګه روان دي او هره ورځ ورته لسګونه افغانان مراجعه کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مسؤولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، د پولیسو مسلکيتوب یوه اړتیا ده او باید دې برخې ته بشپړ پام وشي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، په کراچۍ ښار کې د قونسلګرۍ پر لا غوره او چټکو خدماتو ټینګار وکړ.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل: د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

Next Post

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم سره وکتل

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.