پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کندهار سپین بولدک د موټرو او پرزه جاتو د تاجرانو اتحادیې استازو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کندهار سپین بولدک د موټرو او پرزه جاتو د تاجرانو اتحادیې استازو سره وکتل
0
SHARES
9
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د کندهار سپین بولدک د موټرو او پرزه جاتو د تاجرانو اتحادیې له استازو سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې حاجي خان محمد، حاجي مولوي اغاصاحب او حاجي عیسی محمد د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د اسلامي امارت په واکمنېدو او دغه کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ موټرو ته د سټیکرونو د وېش ستاینه او د هغو د دوام غوښتنه وکړه. همدارنګه یې خپلې ستونزې هم د حل په موخه شریکې کړې.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ په دې خوشالېږو چې هرڅوک خپلې ستونزې د حل په موخه شریکوي. کوښښ کوو چې د امکان تر حده د خلکو ستونزې حل او له اړوندو مسوولینو سره به یې شریکې کړو.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس وویل، ټولو افغانانو د هیواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي او موږ یې قدرداني کوو. د هیواد د ابادۍ او اصلاحاتو په برخه کې لا نورو قربانیو، کار او خدمت ته اړتیا ده چې هیواد په پښو ودرېږي.
هغه زیاته کړه، تاجران د هیواد په ابادۍکې ډېر رول لري او بار بار مو ورته ویلي چې په نورو هیوادونو کې د ډېرې ګټې پرځای دې په خپل هیواد کې لږ ګټې ته ارزښت ورکړي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونو او سوداګرۍ له لارې دې خلکو ته کاري زمینې زیاتې کړي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د هیواد د ابادۍ او د هیوادوالو د هوساینې او ښه والي لپاره پرېکړې او کار کوي. په هیواد کې د ترافیکي پېښو او تلفاتو د مخنیوي، د نظم، اصولو او پرېکړو د مراعتولو په موخه دې تاجران د بدل لاس موټرونو پرځای د افغانستان لاس موټرونه وارد کړي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د تخار والي سره وکتل

Next Post

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوی رئیس معرفي شو

Next Post
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوی رئیس معرفي شو

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوی رئیس معرفي شو

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.