د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت والي محترم مولوي ضياء الرحمن مدني سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم مولوي ضياء الرحمن مدني د امنيت، سيمه ييزې حکومتولۍ، اقتصادي وضعيت او د تخار ولايت د خلکو ستونزو په څېر موضوعاتو په اړه خپل معلومات د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړل.
محترم مولوي مدني زياته کړه، په تخار ولایت کې د اسلامي امارت سيمه ييز مسوولين په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.
نوموړي همداراز اقتصادي وضعيت او بېکاري د تخار ولايت د خلکو او مجاهدينو عمده ستونزې وبللې او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې دې برخو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولايت والي سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ د امنیت تامین، اقتصادي ستونزو ته رسيدګي او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول په ملي او سيمه ييزه کچه د امارتي ادارو دنده وبلله او زياته يې کړه، د اسلامي امارت مسوولین په ټولو کچو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خپلو قدرمنو هيوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته تيار دي.