د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل.
په پيل کې، محترم قاري محمد صادق د نورو په استازيتوب د امنيت، اقتصادي شرايطو او مشکلاتو په اړه خپل معلومات د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړل.
محترم قاري محمد صادق وويل: د دې ولايت خلک د اسلامي امارت ملاتړ او هر راز قربانۍ ته چمتو دي. نوموړي همداراز د کندز ولايت د خلکو ستونزو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د پخوانۍ ادارې د نه پاملرنې له وجې ښوونه او روزنه، روغتيا او مواصلاتي لارې د خلکو اساسي ستونزې دي او د اسلامي امارت مسوولینو څخه يې پورتنيو برخو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز ولايت مشرانو او متنفذينو سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې په تېرې شل کلنې مبارزې او جهاد کې د افغان ملت د رول قدرداني وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، د اشغالګرو پر وړاندې جهاد کې افغانانو سرلوړي خپله کړه او تر دې وروسته د افغانستان اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د هيواد مجاهد او مومن ملت ته د خدمتونو رسولو او د هغوی د ستونزو حل لپاره هڅه کوي.