محترم قاري محمد یوسف احمدي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، د نوي رئیس په ټوګه وټاکل شو.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم مولوي احمدالله متقي، نن سه شنبه (۹ غبرګولی ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو لړ مراسمو پر مهال محترم قاري محمد یوسف احمدي، د دغه مرکز د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
د محترم قاري یوسف احمدي د پېژندنې په مراسمو کې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د معاون، محترم مولوي احمدالله متقي تر څنګ، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د دفتر مالي او اداري معاون، محترم مولوي حافظ، د ریاست الوزراء د لوی دفتر د بشري سرچینو رئیس، محترم مولوي محمد داوود محمدي، د اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم مولوي بلال کریمي، د ریاست الوزراء لوی ریاست د مطبوعاتو رئیس، محترم مولوي محمد نسیم هلال، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو د مطبوعاتو مسوولینو او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز همکارانو ګډون کړی وو.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري د مراسمو پیلزه وینا وکړه وې ویل: د محترم قاري یوسف احمدي د ریاست په تېره دوره کې یو شمېر مهم او اساسي اقدامات تر سره شول، چې له امله یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نظام د اطلاع رسونې بهیر چټکتیا او فعاله ساتلو او د ټولو امارتي ادارو د کړنو د ښه انعکاس لپاره یوه ځانګړې او معتبره مرجع شوه او همداراز د ټولو کارکوونکو په استازیتوب نوي رئیس ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم مولوي احمدالله متقي، محترم قاري محمد یوسف احمدي ته دمبارکۍ تر څنګ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزپه تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدېخوا یاد مرکز د نظام د اطلاع رسونې بهیر د فعاله ساتلو او امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د تعامل او همکارۍ په برخه کې خورا زیاتې لاسته راوړنې درلودې.
ښاغلي متقي زیاته کړه، د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت د امیر عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، د عمومي عفوې فرمان ابلاغ، د ټولو امارتي ادارو ویاندویانو ته د مسلکي ویاندویۍ مهارتونو روزنه، د امارتي ادارو او رسنیو ترمینځ د همکارۍ او تعامل فضا غښتلتیا، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام، د ټولو امارتي ادارو د اطلاع رسونې او نشراتي فعالیتونو د لا ښه والي لپاره مشخص لارښود چمتو کول او د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره د خبر د نشرولو لپاره یوه با اعتباره منبع جوړېدل، هغه چارې دي چې د همدې مرکز لخوا تر سره شوي دي.
د ښاغلي متقي په وینا، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نظام ګویا ژبه ده او تل دا هڅه کوي ترڅو ټولې دولتي ادارې خپلې کړنې او لاسته راوړنې د دې مرکز له لارې ترخلکو او نړیوالو ورسوي، یاد مرکز د ریاست الوزراء په چوکاټ کې تشکیل لري او په همدې تشکیل کې به د دې مرکز واک او صلاحیت خوندي او دا لړۍ به لا هم پیاوړې او اغېزمنه پاتې شي.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون څرګنده کړه: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دوامداره توګه د نظام په کچه د ځانګړو مرکو، مطبوعاتي کنفرانسونو او مهمو غونډو کوربه توب کوي ترڅو له دې لارې رسنۍ کره او پروخت معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، نو له دې امله یاد مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره یوه با اعتباره مرجع ده، دا چې دا اداره د ریاست الوزراء تر چتر لاندې کار کوي د اطلاع رسونې بهیر یې با اعتباره، اغیزمن او چټک دي.
دغه راز ښاغلي متقي زیاته کړه: حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هر کال ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام د ټولو امارتي ادارو په ګډون په لاره اچوي ترڅو له دې لارې د نظام یو کلنې لاسته راوړنې او فعالیتونه ترخلکو او نړیوالو ورسیږي. د دې پروګرام د ترسره کولو لپاره ایجاب کوي ترڅو د یوې عالي مرجع څخه ټولو دولتي ادارو سره اړیکه ټینګه او د اسلامي امارت هدایات تکثیر شي، د ریاست الوزراء په چوکاټ کې د دې ادارې شتون حتمي او ضروري امر دی او تر دې چتر لاندې یو ښه اداري سیستم رامنځته شوی چې ټولې چارې په مسلکي ډول او د سلسله مراتبو پر بنا ترسره کیږي.
ښاغلي مقتي زیاته کړه: دا چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ریاست الوزراء په چوکاټ کې کار کوي او د یوې بلې ادارې دویم یا دریم واحد برخه نه ده، نو د نظام د اطلاع رسونې بهیر ټول منظم او با اعتباره دی. د ادارو او ویاندویانو او رسنیو ترمینځ دا جوړ شوی منظم او همغږی سیستم به نور هم وده وکړي او د اطلاع رسونې بهیر به نور هم له ځنډ او خنډ نه پاک وي. او له وخت څخه په استفادې به خپل تبلیغاتي بهیر ځغلنده او د نظام پر ضد د تبلیغاتي پروپاګندونو او منفي تبلیغاتو مخه ونیسي او د ولس اذهان به له مغشوشتیا او ګډوډولو راوباسي، په اوسنيو حساسو شرایطو کې د رسنیو مرکز د نظام لپاره د یوې فعالې ادارې په حیث کار مخ ته وړي.
د مراسمو په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوي رئیس، محترم قاري محمد یوسف احمدي، د پېژندنې مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، تقوا د ټولو چارو اساس وبلله او د لوی خدای ج له درباره یې هیله وکړه چې ورسپارل شوی مسوولیت په صداقت او امانتدارۍ سره تر سره کړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه مراسم د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.