د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د کندوز له والي ملا نثاراحمد نصرت سره ولیدل.
په دې ناسته کې لومړی ملا نثاراحمد نصرت د کندوز د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په هکله د ریاست الوزراء محترم کفیل ته بشپړ معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې ترکار لاندې د بیا رغاونې پروژې په ښه ډول پر مخ روانې دي او سیمه ییز مسئوولین یې څارنه کوي.
نوموړي وویل، په کندوز کې د پوځي او ملکي ادارو تر منځ همغږي رامنځته شوې او خلک له ځایي ادارې سره همکار دي.
د ریاست الورزاء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر له نوموړي څخه په مننې وویل، کندوز د جهاد مرکز پاتې شوی او کندوزیانو د جهاد په کلونو کې سختې زغملې دي،
هغه وویل اړتیا ده چې ځايي اداره د خدماتو په رسولو کې له پوره اخلاص او محنت څخه کار واخلي.
نوموړي د کندوز والي ته د چارو د ښه پرمخ بیولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.