پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال محترم اخندزاده مجیب الرحمن عمرسره وکتل.
په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو مرستیال په پيل کې د اوبو بندونو د ساتنې او له هغو څخه د موثرې استفادې په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال معاونیت مقام ته معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د کابل ښاریانو د څښاک اوبو موضوع له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه یوه وبلله او وې ویل، دا وزارت له ټولو اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ له پنجشېر سیند څخه د اوبو د لېږد او همدارنګه د شاه او عروس بند جوړولو او کابل ته د هغه د اوبو د لېږد په طرحه کار کوي چې د یادې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به د کابل ښاریانو د څښاک اوبو زیاتې ستونزې حل شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د انرژۍ او اوبو وزارت په کړنو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې د اوبو مسله مهمه او اساسي موضوع ده او ځانګړی ارزښت لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کابل ښاریانو د څښاک اوبو په برخه کې شته ستوتزو او ننګونو ته په اشارې وویل، متاسفانه په تېرو کلونو کې په کابل ښار کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او خلک له دې بابته جدي اندېښنې لري.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې اسلامي امارت ‎د ښار د اطراف ابي سرچینوڅخه د کابل ښاریانو د څښاک اوبو د تامین طرحې په موخه جدي کوښښ پيل کړې چې د الله تعالی په مرسته به یاده طرحه ژر بشپړه شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له انرژۍ او اوبو وزارت څخه وغوښتل چې د هیواد د اوبو د ښې ساتنې او مراقبت په موخه د غوره لارو د موندلو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

Previous Post

د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍ یو شمېر علماو او مشرانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ننګرهار کانال د کرنیز شرکت رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
د ننګرهار کانال د کرنیز شرکت رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د ننګرهار کانال د کرنیز شرکت رئيس سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.