د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بهرمیشتو افغان علماوو او متخصصینو د مشورتي ټولنې له غړو سره چې په امریکا، عربي او اروپایي هېوادونو کې فعالیت لري ولیدل.
په دې ناسته کې انجنیرشامحمد شهاب،حمیدالله صدیقي ،محراب الدین حمیدی او اسدالله فرهمند د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت پر بیا ځلې واکمنۍ د افغانانو ترڅنګ، د نړۍ مسلمانان هم خوښ دي.
دوی وویل، له تېرو څلورو لسیزو وروسته فرصت برابر شوی چې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي او هڅه کوي په بهر کې نور مېشت افغانان، بهرني سوداګر او متخصصین هم افغانستان ته دعوت کړی.
دغو علماوو او متخصصینو په اقتصادي، سیاسي او د بیارغونې په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د راغلیو مېلمنو له مشورو او وړاندیزونو څخه په هرکلي وویل، اسلامي امارت د ټولو افغان شخصیتونو د راستنولو هر کلی کوي او د خوښۍ ځای دی چې د هېواد علمي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه په هېواد کې خپل ولس ته د خدمت لېوالتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي افغان کادرونو ته په هیواد کې د خدمت زمینه برابره کړي.