پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د افغانستان طبي شورا رئيس او غړیو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان طبي شورا رئيس او غړیو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبي شورا عمومي رئيس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او غړیو سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان طبي شورا عمومي رئيس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان طبي شورا د کړنو او فعالیتونو او په هیواد کې د طب د معیاري کېدو په برخه کې د یادې شورا د شتون د ارزښت او د طبابت د ودې په موخه د راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړې.
د طبي شورا رئيس په نړیوالو معیارونو د طبي مسایلو برابرول، په ټول هیواد کې د طب محصلینو ته د واحد درسي تعلیمي نصاب برابرول، د روغتیا په برخه کې د ملي سمپوزم ایجاد او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږې راوړل له اساسي موضوعاتو څخه وبلل چې اسلامي امارت د مسوولینو ځانګړې پاملرنه غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا رئيس او غړیو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د څارنې، ارزونې او همدارنګه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په هیواد کې د طبابت د ودې لپاره د یادې شورا شتون مهم وباله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال طبابت د هیواد له اساسي مسایلو څخه وباله چې متاسفانه په تېرو کلونو کې یې د ودې لپاره پام وړ کار نه دی شوی، اما اسلامي امارت پورته یادو مسایلو ته جدي پاملرنه کړې.
محترم مولوي حنفي له طبي شورا وغوښتل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د معیاري کېدو او خلکو ته د معیاري خدماتو برابرولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.

Previous Post

د غزني ولایت امنیه قومندان سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.