د افغانستلن اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې کتنه کې حاجي بهرام خان نیازي او قاري عبیدالله د نورو په استازیتوب وویل، د ویاړ ځای دی، چې د مسوولانو دروازې تل له تبعیض پرته د ملت پرمخ خلاصې دي.
یادو قومي مشرانو دغه راز له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او د خپلې سیمې یو شمېر ستونزې یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر، له یادو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، اسلامي نظام د افغان ملت په همکارۍ او قربانۍ سره منځ ته راغلی او د خلکو مال، عزت او ناموس په کې خوندي دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو په اړه به مسئولو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي او حل لارې به ورته پیدا کړي.