افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال په سپېدار ماڼۍ کې د کونړ والي مولوي محمد ایوب خالد سره ولیدل.
په دې کتنه کې، محترم محمد ایوب خالد د کونړ د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضیعت په اړه د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، د ټولو امارتي ادارو دروازې د ولسونو پر مخ پرانيستې دي او د ادارو تر منځ هم ښه همغږي موجوده ده.
نوموړي زیاته کړه، په کونړ کې د هر ډول تخریبي کړنو او مخربو افرادو مخه نیول شوې او بشپړ امنیت تامین دی.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، کونړ د یوه سرحدي ولایت په توګه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او ولسونو یې د جهاد په دوران کې بېسارې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره باید د خلکو په خدمت کې وي، د هغوی ستونزو ته رسيدګي دې لومړيتوب وي او د چارو بهبود لپاره يې د کونړ والي ته لازمې لارښوونې وکړې.