پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د اوبو او انرژۍ له وزیر سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د اوبو او انرژۍ له وزیر سره وکتل
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د اوبو او انرژۍ له وزیر مولوي عبداللطيف منصور سره ولیدل.

په دې ليدنه کې ښاغلي منصور د یاد وزارت د کارونو، وروستیو لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل ته هراړخيزه معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، تېر کال سېلابونو په ځینو سیمو کې هېوادوال زیانمن کړي دي، سږکال زیانمنیدونکې سیمې تشخیص او پېښو ته د رسېدو پلان يې جوړ شوی دی.

محترم مولوي عبداللطيف منصور زیاته کړه: سږ کال اوبه تر ډېره مهار شوي او د دې وزارت مسلکي غړي هڅه کوي چې د مهارولو لپاره یې په ملي کچه برنامه جوړه او وچکالۍ ځپلو سیمو ته اوبه ورسوي او تر څنګ يې د برېښنا د تولید ظرفیت هم لوړ کړي.

نوموړي وویل، د اوبو د مهارولو په برخه کې ټولو شویو تړونونو ته ژمن دي او حقوقي موضوعات یې په نظر کې نیولي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د وچکالۍ سختې څپې ځپلی دی، کروندګر له ستونزو سره مخ دي، په اکثرو ښارونو او سیمو کې د اوبو کچه ښکته تللې چې له‌ امله يې خلک د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ دي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اړتیا ده چې د کابل او نورو ښارونو او سیمو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو او وچکالۍ سره د مبارزې لپاره په اوږدمهالي او لنډمهالي پلان کار وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د خپلو خبرو په پای کې د چارو د لا زيات بهبود او ښه والي په‌ خاطر د اوبو او برېښنا وزیر ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Previous Post

د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ ګډه اداري غونډه ترسره شوه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر او د فاریاب والي سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر او د فاریاب والي سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر او د فاریاب والي سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.