پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د اروزګان والي سره ولیدل

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د اروزګان والي سره ولیدل
0
SHARES
6
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اروزګان له والي مولوي محمد علي جان احمد سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي احمد د اروزګان ولایت د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء محترم کفیل ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په یاد ولایت کې د حکومتي ادارو چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي.
ښاغلي احمد زیاته کړه، د جهاد پر مهال په اروزګان کې مېشتو ولسونو خورا ډېرې قربانۍ ورکړي او زحمات یې ګاللي دي، چې اوس د شهیدانو او معلولینو د ثبت پروسه روانه ده، څو ورسره مرستې وشي.
هغه وویل، تېر کال د اروزګان-کندهار لاره ورغاول شوه، خو لاهم لرې پرتو سیمو ته غزېدلي سړکونه مناسب حالت نه لري چې خلک یې د رغاولو غوښتنه کوي.
مولوي محمد علي جان احمد د اروزګان د روغتیایي کلینیکونو او لارو رغاولو په برخه کې د ریاست الوزراء کفیل ته وړاندیزونه وکړل.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې وویل، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د شهیدانو کورنیو او د معلولینو لاسنیوي ته د ځانګړې برنامې له لارې پام کوي، چې د اروزګان ولایت ته به په کې ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په لرې پرتو سیمو کې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او ټولې اړونده ادارې به محرومو سیمو ته توجه وکړي.
نوموړي په اروزګان ولایت کې د سیمه ییزو ادارو د چارو د سمون په موخه ښاغلي والي ته لازمې لارښوونې وکړې.

Previous Post

د خوړو نړیوال سازمان مرستیال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ ګډه اداري غونډه ترسره شوه

Next Post
د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ ګډه اداري غونډه ترسره شوه

د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ ګډه اداري غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.