پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ملي دفاع وزارت توپچي قواؤ له قومندان سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د ملي دفاع وزارت توپچي قواؤ له قومندان سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان محترم مولوي یعقوب منصور اکه او د بلخ ولایت له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.

د یادې کتنې په پیل کې محترم مولوي منصور اکه د نورو په استازولۍ د توپچي قواؤ د فعالیتونو او کړنو ترڅنګ د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې د بلخ ولایت د ولسونو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، مجاهدین په ځانګړي ډول د توپچي قواؤ مجاهدین د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو د امنیت د تامین لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي او په دې لار کې د اسلامي امارت رهبرۍ د فرمانونو اجرا ته اماده دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او د بلخ ولایت له مجاهدینو سره پر کتنې خوښې څرګنده او د یاد ولایت د خلکو او مجاهدینو سرښندنې یې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال توپخانه د ملي دفاع وزارت یوه له اړینو برخو وبلله وې ویل، توپچي قواوې د یاد وزارت له نورو برخو سره په همغږۍ له هیواد څخه د ساتنې په برخه کې مهمه ونډه لري او د دغې دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره د مجاهدینو شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې غواړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي چې د افغانستان ټولو ولسونو ته د ښوونې او روزنې او روغتیا ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر او د فاریاب والي سره ولیدل

Next Post

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د بغلان یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د بغلان یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د بغلان یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.