د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست او د ریاست الوزراء د مرستیالانو د ۱۴۰۲ کال لومړنۍ ګډه اداري غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه او د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مولوي عبدالعزیز جاوید، د یاد ریاست د عامه او ستراتېژیکو روابطو مرستیال محترم مولوي احمدالله متقي او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د دفتر رئیس، د ریاست الوزراء د اقتصادي او اداري مرستیالانو د دفتر پر مرستیالانو سربېره د بېلابېلو ادارو رئیسانو حضور درلود.
په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع یاده غونډه ابتدایي او تعارفي مجلس وباله وې ویل، له ټولو ملګرو هیله لرم چې د ادارو د چارو د لاښه والي او بهبود په خاطر راسره بشپړه همکاري وکړي، که په کومو ادارو کې خلاوې موجودي وي په حل کې به یې له یوه بل سره پوره همغږۍ او همکاري او نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو، ځکه دا زموږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، ستونزې په انتقاد او نیوکې نه حلېږي، د ادارو مسوولین د خلاو د لمنځه وړلو په موخه باید له یوه بل سره همکاري او همغږي وکړي، ټول ریاستونه او ادارې دې له یوه بل په ځانګړي ډول د داخلي تفتیش، تدارکاتو او ترانسپورټ ریاستونو سره بشپړه همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، هر معاونیت باید تر درې اوونیزو مجلسونو وروسته په میاشتنۍ اداري غونډه کې خپلې ستونزې مطرح کړي څو دغو ستونزو او خالیګاو ته مناسبې حللارې وموندل شي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په خپلو خبرو کې د ریاست الوزراء د درې ګونو مرستیالانو له اداري رئیسانو هم وغوښتل چې په دې میاشتنۍ غونډه کې ګډون وکړي، ترڅو ستونزو ته په شریکه حللاره ومومو.
وروسته د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مولوي عبدالعزیز جاوید او د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دفتر مرستیال محترم مولوي هارون، د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د عامه او ستراتېژیکو روابطو مرستیال محترم مولوي احمدالله متقي، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر مرستیال محترم ذبیح الله عمر او سیاسي معاونیت د دفتر رئیس محترم مولوي ذاکر د دې ډول غونډو جوړول د اداو د خلاو د لمنځه وړلو او ستونزو د حل په برخه کې ارزښتناکه وبللې وې ویل، په تېرو دوو کلونو کې زیاتې ستونزې حل شوي او ځینې پاتې چې په راتلونکو دغه ډول غونډو کې به د ټولو په مشوره او د رهبرۍ په لارښوونه ورته مناسبې حللارې ولټول شي.
د غونډې په پای کې دوی دغه راز په ځینو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس شریک کړل.