پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د الغرافه خیریه بنسټ له استازو سره ولیدل

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د الغرافه خیریه بنسټ له استازو سره ولیدل
0
SHARES
16
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له اجرایوي رئيس او مرستیال محترم عبدالله جلال جلال او د دې بنسټ له مالي مسؤول احمد محمد صلاح الدین فتح الله الکوراني سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د الغرافه بنسټ اجرایوي رئيس او مرستیال محترم عبدالله جلال جلال وویل، له یوې لسیزې ډېره موده کېږي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د پراختیايي او بشري مرستو په برخه کې کار کوي.
هغه زیاته کړه، دا مهال په هرات، نیمروز، فراه، کندهار او بلخ ولایتونو کې د کرنې، جوماتونو جوړولو او د خوراکي توکو د وېش پروژې جریان لري او په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د الغرافه بنسټ له لوري پیل شوی ښارګوټی هم پرانیستل شي.
د الغرافه بنسټ استازو وویل، ډېرې قطري خېریه ټولنې د افغانانو همکارۍ او لاسنیوي ته چمتو دي او همدا راز به الغرافه بنسټ خپل فعالیتونه د افغانستان نورو سیمو ته هم وغزوي.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د الغرافه بنسټ د چارو مننه وکړه او ویې ویل، افغانان د بشري مرستو ترڅنګ، لومړنیو اساسي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د بنسټونو رغاولو ته اړتیا لري.
هغه وویل، په افغانستان کې د امنیت له ټېنګښت سره هرې سیمې ته د مرستو رسولو او پکې د بنسټونو رغاولو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د قطرپه ګډون ټولو هېوادونو اومرستندویه ټولنو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان په رغاولو او له افغانانو سره په مرستو کې ونډه واخلي.

Previous Post

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د بغلان یوشمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

Next Post

د فاریاب والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post
د فاریاب والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د فاریاب والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.