د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د (I.H.H) موسسې مسوولینو سره وکتل.
لومړی هغوی د یادې موسسې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، (I.H.H) موسسه د خپلو بشردوستانه فعالیتونو په برخه کې مصممه ده چې د افغانستان مسلمانو خلکو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
د یادې موسسې مسوولینو د ترکیې او افغانستان مسلمانو ملتونو د اوږدې دوستۍ یادونه وکړه او وې ویل د ترکیې خلک به د وروستۍ زلزلې ځپلو سره د افغانستان اسلامي امارت انسان دوستانه مرستې هېرې نه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د (I.H.H) موسسې مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال د ترکیې او افغانستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د دوستۍ پيوند د نړۍ په کچه کمساری وباله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د ترکیې ملت او دولت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او د هغوی له بېسارې مرستو یې مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د دې موسسې له مسوولینو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.