د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر ملا محمد عباس اخند سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي ملا محمد عباس اخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کړنو، پلانونو او پېښو ته د یاد وزارت د چمتوالي په اړه د ریاست الوزراء محترم کفیل ته معلومات ورکړل.
ښاغلي اخند وویل، شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستو رسولو ته چمتوالی لري او همدارنګه له یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي، ترڅو په ګډه د اړتیا پر مهال لاس په کار شي.
نوموړي زیاته کړه، په سختو حالاتو کې د خلکو د ژغورنې په موخه په ټولو ولایتونو کې د هوا او ځمکې له لارې د اړتیا وړ اقداماتو لپاره تياری نیول شوی او له اړوندو ارګانونو سره بشپړه همغږي موجوده ده.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اقلیمي بدلون له امله د هیواد ځينې سیمې د سېلابونو جدي ګواښ سره مخ دي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بايد د تياري لپاره له وړاندې پر يو جامع پلان کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شوو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او ورته به اړتيا وړ بودجه په پام کې ونيسي.
د ریاست الوزراء محترم کفیل د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، د طبیعي پېښو د زیانونو کموالي لپاره د امارتي ادارو د تياري ترڅنګ بايد بين المللي ټولنه هم خپلې مرستې ونه سپموي.