د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د قرباغ ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
په پيل کې دغو علماوو او مخورو د ادارو د مسئوولینو لخوا د خلکو د ستونزو حل څخه په مننې وویل، د ولسونو او لوړپوړو چارواکو تر منځ ناستې د حکومت او ملت تر منځ واټن له منځه وړي.
د قرباغ د علماوو شورا مشر زیاته کړه، د هېواد په کچه د هرې برخې علماء د اسلامي امارت پياوړتیا ته خلک هڅوي او یاده موخه تر لاسه شوې هم ده.
دوی د قرباغ ولسوالۍ د جامع جومات د نیمه پاتې کارونو د بشپړېدو او یوې ځايي دینې مدرسې ته د ودانۍ جوړولو وړاندېزونه د ریاست الوزراء له محترم کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء محترم کفیل د قرباغ علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، له کلونو راهیسې افغانان جګړو ځورولي او اسلامي امارت هڅه کوي خلکو ته د خدمت په موخه د هغوی غږ او نظرونه واوري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، هره ورځ په هېواد کې د نوېو پراختیايي پروژو پرانیستل کېدل د هوسا افغانستان پر لوري د حرکت پیل دي او حکومت ژمن دی، چې افغانانو ته د ښه ژوند زمینې برابرې کړي.
نوموړي د کابل د قرباغ ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی پر وړاندیزونو به غور وشي.